خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۹:۳۲
خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په صحرا کلي کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د الماس کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د الماس او ملنګانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې الماس کلب لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۰/۱ گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه په ياده سيمه کې د ورزش وده ياده شوی وه، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت ورزشي امريت له لوري لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۸
Background image

کابل کې د ورزش ادارې د رهبري او ورزشي خبریالانو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري په پلازمېنه کابل کې د رسنیو له استازو او ورزشي خبریالانو سره د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۴
Background image

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۲
Background image

جوزجان کې د فټنس او د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فټنس او د بدن ښکلا فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او د بدن ښکلا اتم پړاو. . .

BACK TO NEWS