ننگرهار؛ نازيان سټارز لوبډلې د نازيان ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۹:۵۲
ننگرهار؛ نازيان سټارز لوبډلې د نازيان ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو سپورټي مدیریت له لوري د نازيان ولسوالۍ په شارجه ورزشي لوبغالي کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د نازيان سټارز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د نازيان ځوانانو او نازيان سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې نازيان سټارز لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۴۵ منډو هدف کېښود، نازيان ځوانانو لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۲۰ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه مياشت دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS