ننگرهار؛ جلال اباد ښار کې د ۵۵ جوړو ترمنځ د ووشو ساندا او سنداوانگ سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۹:۴۶
ننگرهار؛ جلال اباد ښار کې د ۵۵ جوړو ترمنځ د ووشو ساندا او سنداوانگ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د پنځمې ناحیې په ورزشي جمنازيوم کې له ۱۲ ولايتونو د ۵۵ جوړو ترمنځ د ووشو ساندا او سنداوانگ سيالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو کې د نورستان، لغمان، کابل، لوگر، غزني، باميان، پنجشېر، ميدان وردگ، کندهار، کونړ، خوست او کوربه ننگرهار لوبډلو گډون کړی، چې په درېيو کټګوريو نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو‌ ورزشکارانو پکې برخه اخیستې ده.

د‌ دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ورزشکارانو ترمنځ يووالی ښودل شوی دی، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

د يادونې وړ ده، دا لومړی ځل دی، چې په ياد ولايت کې د هيواد په کچه د ولايتونو ترمنځ د ووشو ساندا او سنداوانگ سيالۍ تر سره کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS