بلخ کې د یما پترولیم دویم پړاو وزلوبې سیالۍ پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۱۵:۴۱
بلخ کې د یما پترولیم دویم پړاو وزلوبې سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د یما پترولیم په نوم د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو د دویمې ورځې لومړۍ لوبه د فاریاب او سرپل ولایتونو ترمنځ وه، خو د سرپل ولایت لوبډله لوبې ته حاضره نه شوه او سیالۍ د ۳ نمرو په ترلاسه کولو سره د فاریاب ولایت په ګټه اعلان شوه.

دویمه لوبه یې د یما پترولیم او بدخشان ولایت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یما پترولیم لوبډلې د ۵/۰ نمرو په توپیر بدخشان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

همداراز د دویمې ورځې درېیمه لوبه د کندز او جورجان ولایتونو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې کندز لوبډلې د ۵/۱ نمرو په توپیر جوزجان لوبډلې ته ماتې ورکړه. په یاده سیالۍ کې د کندز لپاره الهام پهلوان درې، امان پهلوان او سیدال پهلوان یوه- یوه نمره ترلاسه کړه.

ټاکل شوې، چې د یادو سیاليو په لړ کې به نن لومړۍ لوبه د بلخ ځوانانو او بغلان ځوانانو، دویمه لوبه د تخار ځوانانو او سرپل ولایت او درېیمه لوبه به د یما پترول او خلم سمنګان ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS