کابل؛ د قوت الرمي ملي فدراسيون د څلورمې دورې روزنکو او د‌ شپږمې دورې د لوبڅارۍ سمينار پای ته ورسېد

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۹:۳۷
کابل؛ د قوت الرمي ملي فدراسيون د څلورمې دورې روزنکو او د‌ شپږمې دورې د لوبڅارۍ سمينار پای ته ورسېد

د قوت الرمي ملي فدراسيون او د هېواد د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست په همکارۍ د‌ څلورمې دورې روزنکو او د شپږمې دورې لوبڅارۍ سمينار چې له ۱۳ ولايتونو څخه د ۳۶ لوبڅارانو او روزنکو په گډون څلور ورځې مخکې پيل شوی و پای ته ورسېد.

د سمينار د پای په مراسمو کې د هېواد د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست لوی رييس مولوي احمد الله وثيق، د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافط احمد جان ځدران، د المپیک ملي کمېټې اجراييه رييس داد محمد پاينده اختري، د قوت الرمي ملي فدراسيون د رهبري پلاوو او د ولاياتو استازو گډون کړی وو.

د دغو سمينارونو د ترسره کېدو موخه د هېواد د روزنکو او لوبڅارانو د ظرفيت لوړول ياد شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS