غزني؛ جاغوري کې د درېیمې ورزشي جشنوارې په موخه د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې ددې ولایت د ورزش امریت په همکارۍ درېیمې ورزشي جشنوارې په پار د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ۱۰ ورځو په مخه د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د دې ټورنمنټ په لومړۍ لوبه کې د مسیر افتاب لوبډلې او ګلزاریان نوین لوبډلې له یو بل سره سیالي وکړه، چې په پایله کې افتاب لوبډلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د دغو سیالیو له ترسره کولو څخه موخه د ولایت په کچه د دې ورزش وده او پالنه ده.
