هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۲۲:۷
هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د باباجي ولسوالۍ په واشيريانو کلي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د امن په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د ځلاند پاچا لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د ځلاند پاچا او هلمند بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې ځلاند پاچا لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۸۰ منډو هدف کېښود، هلمند بازانو لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۱۵ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د دغو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوی ده، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS