غزني؛ سلو تنو ترمنځ د درېیم ورزشي جشن غشي ویشتنې سیالۍ پیل شوې
د غزنی ولایت د بدنی روزنې او سپورت ادارې په همغږۍ د ۵ لوبډلو او ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ، په جاغوري ولسوالۍ کې ددرېیمې ورزشي جشنوارې په پار د غشي ویشتنې سیالۍ پیل شوې.
د دې ټورنمنټ په لومړۍ لوبه کې د اتحاد هوسه قلندري لوبډلې او د بایک خدايداد کلتوري ټولنې لوبډلې یو بل سره سیالي وکړه، چې په پایله کې اتحاد هوسه قلندري لوبډلې له ۱۳۳-۱۱۵ امتیازونو په توپیر سره سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د سیمه ییزو او دودیزو لوبو پراختیا او وده ده.
