غزني؛ د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ورزشي جشنوارې درېیم پړاو د ساچمو تومانچو په واسطه د نښې ویشتنې سیالۍ پیل شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ورزشي جشنوارې درېیم پړاو د ساچمو تومانچو په واسطه د نښې ویشتنې سیالۍ د لسو ورځو لپاره پیل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې شاخه ذوالفقار اب برده لوبډلې خپلې سیالې شاخه میهن سیاه زمین لوبډلې ته د ۱۷/۱۶ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او سیالي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ زړه سوی رامنځته کول او سيمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و.
