وست؛ غرغښت اليون لوبډلې د غرغښت غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۰:۰
وست؛ غرغښت اليون لوبډلې د غرغښت غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د خوست ولايت په کچه د غرغښت غوره ليگ (GPL) ټېپ بال کرکټ سيالۍ د لومړي ځل لپاره د غرغښت اليون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د غرغښت اليون او متون فيضان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې غرغښت اليون لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۲ منډو هدف کېښود، متون فيضان لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۲۶ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د دغو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته يو غوايی او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته يو پسه ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS