هلمند؛ اريانا لوبډلې د پرمختگ په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۹:۳۵
هلمند؛ اريانا لوبډلې د پرمختگ په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د دې ولايت مرکز لښکرگاه ښار په حاجي ادم قلا سيمه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د پرمختگ په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د اريانا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د اريانا او ازاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې اريانا لوبډلې په ټاکلو ۱۴ اورونو کې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۵۴ منډو هدف کېښود، آزاد لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۸ منډو په توپير د اريانا لوبډلې په بريا پای ته ورسېده‌.

د دغو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول ياد شوي وو، چې يوه مياشت يې دوام وکړ او په پای کې د ورزش آمريت له لوري غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحی شریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۶
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد. . .

BACK TO NEWS