د هيواد د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق د کازان په کوربتوب د « Games of Future» سياليو په پرانيستې مراسمو کې ګډون وکړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۱:۲۲
د هيواد د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق د کازان په کوربتوب د « Games of Future» سياليو په پرانيستې مراسمو کې ګډون وکړ

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق تاتارستان هيواد ته د خپل رسمي سفر په جريان کې پرون چهارشنبه د تاتارستان- کازان په کوربتوب د Games of Future (د راتلونکي نسل ورزشونو) سياليو د پرانيستې په مراسمو کې ګډون وکړ او د يادو مراسمو په څنډو کې يې د روسيې او تاتارستان هيوادونو د سپورټ له وزيرانو سره هم وکتل.

د نوموړيو سياليو په پرانيسته کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او ګڼ شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و. يادې سيالۍ د فبروري پر ۲۱ پيل او د مارچ تر درېيمې پورې به دوام وکړي. په دې سياليو کې د ‍۱۰۷ هيوادونو نږدې دوه زره ورزشکارانو ګډون کړی، چې په ۲۱ سبکونو کې به سيالۍ ترسره کړي. د (( راتلونکي نسل ورزشونو)) سيالۍ د ورزشي سياليو یوه نوې لړۍ ده، چې د لومړي ځل لپاره د کازان په کوربتوب په رسمي بڼه پيليږي. د يادو ورزشونو په ترکيب کې الکټرونکي + کلاسيک ورزشونه شامل دي.

پوتين د يادو سياليو نوښتګر او بنسټ اېښودونکی کازان ياد کړ او هم يې د خپلو خبرو په جريان کې وويل، چې ورزش د دې لپاره دی، چې د هيوادونو او ملتونو تر منځ يووالی رامنځته کړي او بايد سياسي نه شي.

د يادو مراسمو په څنډو کې د هيواد د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق د روسيې د ورزش له وزير اولګ ماتيسين او د تاتارستان هيواد د ورزش له وزير ولاديمير ليونوف سره وکتل. په دې ليدنه کې په ورزشي همکاريو او پرمختګونو خبرې اترې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۲:۲۷
Background image

کاپیسا؛ مرکز محمود راقي کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د خوسي سیالۍ ترسره شوې

د کاپيسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت د مرکز محمود راقي اړوند په نثار احمد بهاوي ورزشي کلب کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د خوسي حذفي سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۰:۳۵
Background image

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله درېیمه سیالي له اندونیزیا سره کوي

د ۲۰۲۵ له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال اسيا جام سياليو په لړ کې، چې د سعودي عربستان په کوربه‌توب ترسره کېږي، د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله خپله درېیمه سیالي د کابل پر مهال نن شپه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۰:۳۳
Background image

نورستان کې د ټېپ بال کرېکټ لس اوریزه سیالۍ د وانټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په وایګل ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ لس اوریزه سیالۍ د وانټ. . .

BACK TO NEWS