زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نېکنام لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ امریت له لوري او د ورزشکارانو په مالي ملاتړ د یاد ولایت شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نېکنام لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو کې د نېکنام، چینې،عزم الدین او ارغنداب لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبه کې د نېکنام لوبډلې خپلې سیالې عزم الدین لوبډلې ته د ۳/۲ میدانو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي دغه سیالۍ پنځه ورځې وړاندې د روسانو څخه د ازادۍ اخېستلو په ویاړ پیل شوې وې.