کابل؛ د رزمي لوبو د ملي‌ فدراسیون ۱۱ تنه ورزشکاران هیواد ته له دویم مقام ګټلو سره راستانه شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۹:۵۳
کابل؛ د رزمي لوبو د ملي‌ فدراسیون ۱۱ تنه ورزشکاران هیواد ته له دویم مقام ګټلو سره راستانه شول

د هیواد د ورزش ادارې په همغږۍ د رزمي لوبو د ملي فدراسیون ۱۱ تنه ورزشکاران، چې لس ورځې وړاندې د اوور آسیا په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په تکل ایران ته تللي وو، نن له دویم مقام ګټلو سره بېرته راستانه شول او د هېواد د ورزش ادارې له لوري وستایل شول.

په دغو مراسمو کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او تخنیکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپیک ملي کمېټې اجراییه رئیس داد محمد پاینده اختري، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د ورزشي چارو سلاکار قاري حیات الله رحماني، مشورتي بورډ، د رزمي سیالیو د فدراسیون مسوولینو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

په غونډه کې د المپیک ملي کمېټې اجراییه رئیس داد محمد پاینده اختري راستنېدونکو ورزشکارانو ته ښه راغلاست او د بریاوو مبارکي وویله او زیاته یې کړه : " الحمدلله په تېرو دوو کلونو کې نه یوازې په رزمي لوبو کې ښې لاسته راوړنې لرو؛ بلکې زموږ ادارې پورې اړوند هر ډول ورزش وده کړې. دا په داسې حال کې، چې موږ په ډېرو کمو مالي امکاناتو سره او د ورزشکارانو له زیاتو مشکلاتو سره بیا هم توانیدلي یوو، چې ښې لاسته راوړنې ولرو او دا زموږ لپاره د افتخار خبره ده."

د اوور اسیا په دغو سیالیو کې د افغانستان دوو لوبډلو د افغانستان ب او د افغانستان د مهاجرو لوبډلې په ګډون د ۱۱ هیوادونو ترمنځ د (کې ون کیک بوکسېنګ، واک کو کیک بوکسېنګ او فول کانټک کیک بوکسېنګ) په سبکونو کې د ایران په کوربتوب رزمي سیالۍ ترسره شوې.

په پایله کې ایران لومړی مقام، افغانستان دویم مقام، او عراق درېیم مقام ترلاسه کړ.

په دغو رزمي سیالیو کې د افغانستان ب لوبډلې درې د سرو زرو کمربندونو او پنځه د سپینو زرو مډالونو په ترلاسه کولو سره هېواد ته راستنه شوه او د افغانستان مهاجرو لوبډلې درې د سرو زرو کمربندونه او اته د سپینو زرو مډالونه وګټل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS