کندز؛ مرکز کې د ۳۲ ورزشکارانو تر منځ د بوکسينگ ټاکنيزې سيالۍ تر سره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۹:۴۲
کندز؛ مرکز کې د ۳۲ ورزشکارانو تر منځ د بوکسينگ ټاکنيزې سيالۍ تر سره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د بوکسينگ فدراسيون د‌ استازولۍ له لوري په جميل اميري کلپ کې د مرکز او خان اباد ولسوالۍ د څلورو کلپونو څخه د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د بوکسينگ ټاکنيزې سيالۍ تر سره شوې.

په دغو سياليو کې د څلورو کټګوريو ماشومانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو گډون کړی و، چې په پايله کې ۱۲ غوره ورزشکاران د کندز منتخبې بوکسينگ لوبډلې ته انتخاب شول.

دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پای کې د ورزش رياست له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه، کپونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۳۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې ۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره لوبډلې خپله دویمه لوبه هم بایلوده

د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال اتلولي سیالیو کې خپله دویمه لوبه ازبکستان ته ته د ٢ - ٠ ګولونو په توپیر بایلوده.

افغان لوبډله به د دغو سیالیو درېیمه لوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۶
Background image

پکتیکا؛ سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عصمت زاولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS