پکتيکا؛ مرکز شرنه کې د ۱۲ لوبډلو تر منځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ټېب بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په شرنې ښار کې د ۱۲ لوبډلو تر منځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د سیلاب او واحد لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې واحد لوبډلې په ټاکلو ۱۵ اورونو کې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲۳۰ منډو هدف کېښود، سيلاب لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۱۰۷ منډو په توپير يې ماته ومنله.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به ۱۹ ورځې دوام وکړي.