ننګرهار؛ د هېواد ورزش ادارې تللي پلاوي د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست مامورینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه ښوونیز سمینار وړاندې کړ

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۵:۳۵
ننګرهار؛ د هېواد ورزش ادارې تللي پلاوي د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست مامورینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه ښوونیز سمینار وړاندې کړ

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بشري سرچینو درې کسیز پلاوي له لوري د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست مامورینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د یاد ریاست په مرکزي دفتر کې ښوونیز سمینار وړاندې کړ.

دغه ښوونیز سمینار کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بشري سرچینو تللي پلاوي د اداري سندونو د راکړې ورکړې، د کارکوونکو چلند او د اداري کارکوونکو د حاضرۍ اړوند مسایلو باندې بحث وکړ.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د هېواد ختیځ ( لغمان، کونړ او نورستان) ولایتونو کې هم دې ته ورته سمینارونه وړاندې شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS