نورستان ولایت مرکز پشکي کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کریکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۶:۴۲
نورستان ولایت مرکز پشکي کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کریکټ سیالۍ پیل شوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په پشکي کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ ټېپ بال کریکټ سیالۍ د پشکي کلي ځوانانو لوبډلې په بریا پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د پشکي ځوانانو او کشتوز ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې پشکي ځوانانو لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې ۸۰ منډې ترسره کړې. په مقابل کې د کشتوز لوبډلې یوازې ۶۰ منډې وکړې او سیالي یې په ۲۰ منډو پشکي لوبډلې ته وبایلله.

د یادو سیالیو موخه د ټېپ بال کریکټ ورزش ته وده ورکول یاد شوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS