کاپیسا ولایت کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د تېږې اچوونې لومړی پړاو سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۹:۲۲
کاپیسا ولایت کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د تېږې اچوونې لومړی پړاو سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو عمومي مدیریت له لوري د یاد ولایت په مرکزي جمنازیوم کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د تېږې اچوونې لومړی پړاو سیمه ییزې سیالۍ د کاپیسا اتحاد مرکزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالو کې د کاپیسا اتحاد مرکزي، محمد حنیفه ریګ روان، جوانان غندي ها، کاپیسا یاران او هلال یاران لوبډلو ګډون کړی و.

په پایله کې د کاپیسا اتحاد مرکزي لوبډلې د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی مقام، محمد حنیفه ریګ روان لوبډلې دویم او د هلال یاران لوبډلې درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته چمتو شوي مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS