کندز؛ مرکز کې د ۳۵۰ چاپندازانو تر منځ د وزلوبې سيالۍ پيل شوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د وزلوبې فدراسيون د استازولۍ او د حاجي محمد عمر زاخیل په مالي ملاتړ له ۱۴ ولايتونو څخه د ۳۵۰ چاپندازانو په گډون د وزلوبې دوه ورځنۍ سيالۍ پیل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې د مېدان حکم له لوري يو آخرالاق وټاکل شو، چې غفور پهلوان تر ټاکلې دايرې ورساوه او د نغدي ډاليو گټونکی شوو.
د يادونې وړ ده، چې د نادر شاه زاخیل له خوا د دې سیالیو ګټونکي ته يو اوښ د انعام په توگه ورکول کیږي.
