کابل کې د ۲۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۱۵:۴۸
کابل کې د ۲۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ پیل شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د کابل جنوب زون د ۲۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د استا‌ذ اسلم کابلي جام په نوم د پهلوانۍ سیالۍ د یاد ریاست په ۵۰۰ نفري جمنازیوم کې پیل شوې.

دغه سیالۍ د نويو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګورۍ او له ۳۵-۸۶ پورې کیلو ګرام وزنونو کې د دوو ورځو لپاره پیل شوې.

د یادو سیالیو موخه د پهلوانۍ ورزش ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅوول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحی شریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۶
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد. . .

BACK TO NEWS