نیمروز ولایت کې له دولتي ادارو ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۹:۲۱
نیمروز ولایت کې له دولتي ادارو ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون او د فوټسال کمېټې له لوري د یاد ولایت په زرنج ښار کې د دولتي ادارو ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د مستوفیت او پوهنتون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې مستوفیت لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او سیالي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه فوټسال ورزش ته وده ورکول او د فوټسال لیگ ته د غوره لوبغاړو موندل دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS