غزني؛ د لسو لوبډلو ترمنځ د هڅوونې جام په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۵:۹
غزني؛ د لسو لوبډلو ترمنځ د هڅوونې جام په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري یاد ولایت کې د لسو لوبډلو ترمنځ د هڅوونې جام په نوم د والیبال سیالۍ د سیداحمد لوبډلې په بریا پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د سیداحمد او پنجه ګرګ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې سیداحمد لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او سیالي یې خپله کړه.

د یادو سبالیو موخه ورزش ته د لوبغاړو هڅوول او د نشه یي توکو څخه د ځوانانو لرې والی ښودل شوی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۳۸
Background image

ننګرهار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۳۵
Background image

خوست کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اسماعیل خېلو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۳۳
Background image

هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري، په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ چې ۲۰ ورځې وړاندې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې

. . .

BACK TO NEWS