هلمند؛ مرکز لښکرگاه ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو تر منځ د تېږې اچوونې سيالۍ تر سره شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري په غازي ايوب مېنې کې د ۳۰ ورزشکارانو تر منځ د تېږې اچوونې سيالۍ تر سره شوې.
د دغو سياليو د ترسراوي موخه، ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي وو، چې په پای کې عبدالسلام لومړی، حميدالله دويم او اختر محمد درېيم مقام تر لاسه کړ.
