جوزجان؛ خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او سپورت امریت په همکارۍ د دغه ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د بلخ، فاریاب او جوزجان ولایتونو د ۶۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د یوې ورځې لپاره د ځوانانو او لویانو په کچه د ځغاستې سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.
د دې سياليو په پايله کې د جوزجان ولايت ورزشکارانو لومړى، د فارياب ولايت ورزشکارانو دويم او د بلخ ولايت ورزشکارانو درېيم مقام خپل کړ.
د دغو سياليو د ترسره کولو موخه د ګاونډيو ولايتونو په کچه د کورش ورزش وده او پراختيا ده، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاینلیکونه او جایزې هم ورکړل شوې.
