ننگرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پېل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۱۲:۰
ننگرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پېل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د ټېب بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د دې ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ پېل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د ملکزي بازانو او معين زمریانو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې ملکزي بازانو لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو هدف کېښود، معين زمریانو لوبډلو ياد هدف تر لاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر يې بريا خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسراوي موخه د ځوانانو تر منځ سالم رقابت او فکري رغونه ده، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS