لغمان؛ الينگار ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د دې ولايت په الينگار ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ د الينگار استخباراتو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د الينگار استخباراتو او الينگار مرکزي لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې الينگار استخباراتو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته ۱/۳ مېدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دغه سيالۍ چې شاوخوا ۱۵ ورځې يې دوام وکړ، د ترسراوي موخه یې د ځوانانو تر منځ يووالی او له نظام څخه ملاتړ ياده شوې وه.
په پای کې ورزشي آمريت له خوا، د لومړي، دويم او درېيم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
