زابل؛ سردرې لوبډلې د ارغنداب ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله
د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ او د ورزشکارانو په مالي ملاتړ د دې ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د لسو "الف" لوبډلو تر منځ د ژمني جام په نوم د واليبال سيالۍ د سردرې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د سردرې او سايگز لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې سردرې لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته ۰/۳ مېدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دغه سيالۍ چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ، موخه يې د ورزشکارانو تر منځ يووالی ښودل شوې و.
په پای کې ورزشي آمريت له خوا، ورزشکارانو ته ستاينليکونه او ورزشي وسايل ورکړل شول.
