سمنګان؛ فیروز نخچیر ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ قامت بلندان لوبډې په ګټې پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۹:۱۷
سمنګان؛ فیروز نخچیر ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ قامت بلندان لوبډې په ګټې پای ته ورسېدې

د سمنګان ولایت په فیروز نخچیر ولسوالۍ په لوبغالي کې د والیبال سیالۍ چې د والیبال فدراسیون په همکارۍ او د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ پیل شوې وې، د فیروز نخچیر ولسوالۍ د قامت بلندان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ له تېرې یوې میاشتې راهیسې روانې وې، چې په پایله کې قامت بلندان او عقاب لوبډلې سره مخ شوې، چې د ۱۴-۳ په توپیر قامت بلندان لوبډله ددې سیالیو اتله او عقاب دویمه ګټونکې لوبډله اعلان شوه.

ددې سیالیو د ترسراوي موخه د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي او هغمږي زیاتول او په دې ولایت د والیبال وده وه.

په پای کې د سیالیو د ترتیبوونکو له لوري ګټونکي لوبډلې ته یو پسه هم ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS