زابل؛ مرکز قلات ښار کې د جمناستیک ورزشکارانو ورزشي نمایشونه وړاندې کړل

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۹:۹
زابل؛ مرکز قلات ښار کې د جمناستیک ورزشکارانو ورزشي نمایشونه وړاندې کړل

دزابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د یاد ولایت د ورزش ادارې په همغږۍ دیووالي په نوم دجمناستیک ۳۰ تنو ورزشکارانوله خوا ورزشي نمایشونه نندارې ته وړاندې شول.

د جمناستیک په دغو نمایشونو کې د دولتي مسوولینو تر څنګ، مشران، ځوانان او د یاد ورزش ګڼو مینوالو برخه اخیستې ده.

ددې نمایشونو د وړاندې کولو موخه د جمناستیک لوبي ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول وو.

د نمایشونو په پای کې ورزشکارانو ته د زابل د ورزش او بدني روزني د آمریت له خوا ستاینلیکونه، مډالونه او همداشان د کلب مسوول ته د نغدي جایزې ترڅنګ د جمناستیک اړوند ورزشي توکي ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۷:۵۹
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچولو سيالۍ ترسره شوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت د مرکز تالقان ښار په ښاروالۍ چمن کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچولو سيالۍ ترسره شوې.

د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۷:۴۹
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار؛ خوګياڼو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوګیانو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د سرې کلا افتخار لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS