زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د ورزش ادارې په همغږۍ د هغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ژمي جام په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ۶ ورځې به دوام وکړي.
ددې سیالیو لومړۍ لوبه د نرۍ کلي او کلاګۍ کلي د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د نرۍ کلي لوبډلي 2-1 په توپیر بریا خپله کړه.
ددې سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د یووالي رامنځته کول دي.