کابل؛ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال«الف» لیګ سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۲۳:۱۵
کابل؛ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال«الف» لیګ سیالۍ پیل شوې

د کابل د شمال، ختیځ، لوېدیځ او سویل زونونو د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال «الف» سیالۍ د فوټسال فدراسیون له لوري د دغه فدراسیون په لوبغالي کې پیل شوې.

ددې سیالیو په پرانیسته کې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د فوټبال فدراسیون رئیس محمدیوسف کارګر، د بدني روزنې او ورزش ریاست سلاکار قاري حیات رحماني، اړوندو پلاوو او د فوټسال مینوالو برخه اخیستې وه.

ددې سالیو په پرانیست‌لوبه کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ ګډونوالو ته هر کلی ووایه او ویې ویل: ((خوښ یم، چې لوبغاړي د سولې او امنیت په فضا کې سیالۍ ترسره کوي.)) حافظ احمد جان زیاتوله چې د هیواد د ورزش اداره له ورزشکارانو هر ډول مادي او معنوي ملاتړ کوي.

ددې سیالیو لومړۍ لوبه د شهید پناه او دلاوران ترکمن لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې دلاروان ترکمن لوبډله د ۴/۱ په توپیر ددې سیالۍ ګټونکې شوه.

ددې لوبو د ترسراوي موخه د فوټسال غوره لیګ سیالیو په پار د څلورو مخکښو لوبډلو ټاکنه ده.

یاده دې شي، چې دا لوبې به یوه میاشت دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS