پروان؛ د ملي او عنعنوي لوبو د ودې او پراختیا دوه ورځنی سیمینار پای ته ورسېد

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۲۲:۳۱
پروان؛ د ملي او عنعنوي لوبو د ودې او پراختیا دوه ورځنی سیمینار پای ته ورسېد

د ملي، سیمه ییزو او دودیزو لوبو د ودې او پراختیا تر نامه لاندې د پروان ولایت ورزشي مسوولینو او ورزشکارانو لپاره د بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست له خوا جوړ شوی دوه ورځنی سیمینار پای ته ورسېد.

د دغه سيمينار موخه د ملي، سيمه ييزو او دوديزو لوبو وده او پراختيا وه.

د دغه سیمینار په پای کې د سلو ورزشکارانو ترمنځ په درېوو ورزشي څانګو: خوسي، لاس اړونې او رسۍ کشونې سیالۍ هم ترسره شوې.

ددې سیالیو په پای کې د پروان ولایت د ورزشي ادارې له خوا د دغو درېوو څانګو غوره ورزشکارنو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS