دایکندي؛ مرکز کې د دولتي ادارو ۳۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د دولتي ادارو ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ژمني جام په نوم د فوټسال سیالۍ، د یاد ولایت ناصر خسرو جمنازیوم کې پیل شوې.
دغه سیالۍ، چې یوه میاشت به دوام وکړي، په لومړۍ لوبه کې د مستوفیت لوبډلې خپلې سیالې د تحصیلات عالي لوبډلې ته د ۵/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او سیالي یې په خپل نوم کړه.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته د غوره لوبغاړو موندل او د دولتي کارمندان خپل منځ کې پېژندل او اړیکې رامنځته کول دي.
