سمنگان؛ فیروزنخچیر ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې ملي سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۲۱:۴۱
سمنگان؛ فیروزنخچیر ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې ملي سیالۍ ترسره شوې

د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بزکشۍ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د ظاهر فیروزنخچیر په مالي ملاتړ د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ د یاد ولایت فیروزنخچیر ولسوالۍ د بزکشۍ لوبغالي کې ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د بلخ، بغلان، سمنګان او د نورو شمالي ولایتونو چاپندازانو ګډون کړی وو، چې په پایله کې وروستي درې لاقه ترسره شول لومړی لاق د پهلوان صفي اب دره، دویم لاق د پهلوان افضل او درېیم لاق هم د صفي اب دره له لوري تر ټاکلي داېرې ورساوه او د جایزې ګټونکي شول.

د یادو سیالیو د ترسره کېدو موخه د ځوانان ترمنځ خواخوږي رامنځته کول او د وزلوبې ملي لوبې ته وده ورکول وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS