ننګرهار؛ لعلپورې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د یاد ولایت لعلپورې ولسوالۍ اړوند شارجه لوبغالي کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د لعلپورې او مومندرې ولسوالیو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د لعلپورې ولسوالۍ لوبډلې په ټاکلو ۸ اورونو کې د شپږو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه.
په مقابل کې د مومندرې ولسوالۍ لوبډلې د ۸ لوبغاړو له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۱۰ منډې وکړې او سیالي یې د ۲۲ منډو په توپیر لعلپورې ولسوالۍ لوبډلې ته وبایلله.
هېره دې نه وي، دغه سیالۍ به ۲۰ ورځې دوام وکړي او د ترسره کېدو موخه یې د ځوانانو ترمنځ د سالم رقابت رامنځته کول دي.
