زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یووالي په نوم د دوو کلبونو د ۳۰ لاس چپه کوونکو ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ د همراز کلب په بریا پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې یو ورځ یې دوام وکړ په پایله کې د همراز کلب لوبډلې خپلې سیالې استاذ علي احمد احمد کلب لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
ديادو سیالیو د ترسره کېدو موخه د ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول وو.
