خوست؛ اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د درېيو کلبونو تر منځ د ITF تکواندو سيالۍ تر سره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۵:۴
خوست؛ اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د درېيو کلبونو تر منځ د ITF تکواندو سيالۍ تر سره شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت په استازولۍ او د اسماعيل خېلو اتلانو کلب د مسئول له لوري، د ياد ولايت په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د درېيو کلبونو تر منځ د ۵۳ ورزشکارانو په گډون، د ITF تکواندو دوستانه سيالۍ تر سره شوې.

په يادو سياليو کې د اسماعيل خېلو اتلانو، کاروان او حېدر خېلو اتلانو کلبونو برخه اخيستې وه، چې په پايله کې د اسماعيل خېلو اتلانو کلب ۱۸، د کاروان کلب ۷ او د حېدر خېلو اتلانو کلب هم ۷ برياوې خپلې کړې.

د د‌غو سياليو تر سره کېدو موخه، د ورزشکارانو هڅول او د هېواد د وروستيو پرمختگونو يادول و، چې يو ورځ يې دوام وکړ.

په پای کې ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS