ارزگان؛ مرکز ترينکوټ ښار کې د ځغاستې سيالۍ تر سره شوې
د ارزگان ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت له خوا، د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د دريو کلبونو تر منځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.
په يادو سياليو کې الهام، پړنگانو او د نوي ځوانانو کلبونو گډون کړې و، چې په پايله کې له الهام کلب څخه محمد ياسين لومړی او محمد رحيم دويم مقام تر لاسه کړ.
دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، موخه يې د ځوانانو تر منځ يووالی و.
