خوست کې د نوراجان بهیر په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۹:۱۸
خوست کې د نوراجان بهیر په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د ورزشي امریت له لوري د دغه ولایت د غرغښت عالي لېسې په لوبغالي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د شاعر او ژورنالېست نوراجان بهیر په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

د دغو سیالیو په پرانیسته کې د خوست ورزشې مسوولینو، فرهنګیانو، د سیمې مشرانو، ورزشکارانو او د والیبال ګڼو مینوالو برخه اخیستې وه.

د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د مندوزیو او تڼیو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې یاده لوبه مندوزیو لوبډلې د ۱/۰ میدانونو په توپیر په خپل نوم کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS