دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ژمي جام په نوم د فوټبال سیالۍ د پیروزي پالیج لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په مرسته او د شهرستان ولسوالۍ د خربید سېمې ځوانانو له لوري د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ژمي جام په نوم د فوټبال سیالۍ د یاد ولایت د شهرستان ولسوالۍ په خربید ورزشي لوبغالي کې د پیروزي پالیج لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې درې اوونۍ وړاندې پیل شوې وې پایلوبه د پیروزي پالیج او امید مهر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه په پایله کې د پیروزي لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د دې سیالیو د ترسره کېدو موخه د غوره لوبغاړو پېژندل، د لوبغاړو ترمنځ یووالی او د ځوانانو هڅول وو.
