غور؛ تیوره ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د ارین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۴:۳۹
غور؛ تیوره ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د ارین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازوالۍ له لوري د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال د اتلولۍ سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې د یاد ولایت په تیوره ولسوالۍ کې پیل شوې وې د ارین لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ د یخن علیا، ارین، نوروز، یورسمه، اتفاق میهن، اب بیدک، لعل سرخ او شاهین لوبډلو په دوه ګروپونو کې د څلورو- څلورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.

د دې سیالیو پایلوبه د ارین او لعل سرخ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه په پایله کې د ارین لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د سیالۍ په پای کې د مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه، د فوټبال لباسونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS