کابل کې په لومړي ځل د ووشو نړۍوالې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۹:۴۳
کابل کې په لومړي ځل د ووشو نړۍوالې سیالۍ ترسره شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همغږي او د ووشو ملي فدراسیون له لوري په کابل کې په لومړي ځل د ووشو سانداوانګ نړیوالې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د پلازمېنې کابل له بېلابېلو کلبونو او همداراز د پاکستان هیواد د ووشو ۱۷ جوړو ورزشکارانو په مختلفو وزنونو کې سیالۍ ترسره کړې، چې د افغانستان او پاکستان د لوبغاړو ترمنځ لوبه کې افغانستان د ۹/۶ بریاوو په توپیر او د اتلولي د شپږ کمربندونو په ترلاسه کولو سره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

په دغو سیالیو کې له پاکستان څخه ۱۰ لوبغاړو ګډون کړی و، چې په ۳ بریاوو او د ۳ کمربندونو په ترلاسه کولو سره یې په دغو سیالیو کې دویم مقام وګاټه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ووشو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د هېواد دننه د بهرنیو لوبغاړو کوربتوب کوي او له بهرنیو لوبغاړو سره په دغې برخه کې نړیوالې سیالۍ ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS