کابل؛ د فریزبي لومړی پړاو یو ورځنیو سیالیو اتلولي مهاجرینو لوبډلې وګټله

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۰:۱۴
کابل؛ د فریزبي لومړی پړاو یو ورځنیو سیالیو اتلولي مهاجرینو لوبډلې وګټله

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند فریزبي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په غازي ورزشي سټېډیوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فریزبي یو ورځنۍ تشویقي او دوستانه سیالۍ د مهاجرینو لوبډلې په لومړي مقام ګټلو پای ته ورسېدې.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدران، د یاد ریاست ورزشي سلاکار ګلاب الدین خپلواک، د المپیک ملي کمټې اجرایه رییس داد محمد پاینده اختري، د سیالیو د ترسره کېدو امر عزیز ملنګ او ورزشکارانو ګډون کړی و.

په پیل کې د المپیک ملي کمېټې اجرایه رییس دادمحمد پاینده اختري ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه: ورزش د تېرو شلو کلونو په پرتله تېرو درېیو کلونو کې له ښارونو نه کلیو او بانډو ته رسېدلی او پرمختګ یې کړی. ورپسې د سیالیو د ترسره کېدو امر عزیز ملنګ د یادو سیالیو پرمختګ په اړه په تفصیلي خبرې وکړې او ورزشکارانو ته یې د ملاتړ ترڅنګ د همکارۍ ډا‌ډ ورکړ.

دغو سیالیو کې د غزنوي، لوګر محمداغې، میدان وردګو، کابل، لوګر منتخب، مخلصین، افغان او د ایران مهاجرینو لوبډلو ګډون کړی وو، په پایله کې د مهاجرینو لوبډلې لومړی مقام، لوګر منتخب لوبډلې دویم مقام او د کابل لوبډلې درېیم مقام ترلاسه کړ.

د دې سیالیو د ترسره کېدو موخه د فریزبي سیالیو ته وده ورکول وو؛ د سیالۍ په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالون او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۳۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې ۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره لوبډلې خپله دویمه لوبه هم بایلوده

د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال اتلولي سیالیو کې خپله دویمه لوبه ازبکستان ته ته د ٢ - ٠ ګولونو په توپیر بایلوده.

افغان لوبډله به د دغو سیالیو درېیمه لوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۶
Background image

پکتیکا؛ سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عصمت زاولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS