غزني؛ په اب بند ولسوالۍ کې د فوټبال ژمنۍ سيالۍ پيل شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت په همغږۍ د یاد ولایت په اب بند ولسوالۍ کې د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې، چې د دې ولسوالۍ له ټولو کلیو لسو لوبډلو پکې برخه اخیستې او ۱۸ ورځې به دوام وکړي.
د دې سیالیو لومړۍ لوبه د ګدول او توغني لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د ./۱ ګولونو په توپیر د ګدول لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او له نشه یي توکو یې مخنیوی دی.
