افغان ویلچر باسکېټبال لوبډلې نیوزیلنډ ته ستره ماتې ورکړه
د ویلچر باسکېټبال آسیايي او اوقیانوسي سیالۍ نن د ټایلنډ هيواد په کوربتوب د یاد هيواد په بانکوک ښار کې پیل شوې، چې ۱۳ ورځې به دوام وکړي.
په یادو سیالیو کې د افغانستان ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې هم ګډون کړی دی، چې نن یې په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ هیواد ته د ۷۷- ۳۷ نمرو په توپیر ستره ماته ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
په یادو سیالیو کې افغانستان په (ب) ګروپ کې دی، چې له نیوزیلنډ، عربستان، فلیپین او متحده عربي اماراتو سره لوبیږي.
د دغو سیالیو د مهالوېش پر بنسټ افغانستان به خپله دویمه لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ له سعودي عربستان سره ترسره کړي.
