د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر: د تل په څېر به د ورزش ملاتړ کوو

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۵:۱۰
​​د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر: د تل په څېر به د ورزش ملاتړ کوو

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د وزلوبې د پنځم پړاو غوره لیګ د اتلولۍ ګټونکې او د سرپل ولایت د وزلوبې له لوبډلې سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دوی ته یې د ممکنې همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغه لیدنه، چې د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال په دفتر کې وشوه، د سرپل د وزلوبې لوبډلې سربېره د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د وزلوبې د فدراسیون مشر محمدسرور جلال او د سرپل د وزلوبې آمر عبدالحق فیضي پکې برخه اخیستې وه. 
په دغه ناسته کې د ورزشکارانو په استازولۍ د سرپل د وزلوبې آمر عبدالحق فیضي خبرې وکړې او د سرپل د وزلوبې لوبډلې پر لاسته راوړنو او د وزلوبې د سږني یا پنځم پړاو غوره لیک سږني لیګ د ښه او غوره مدیریت او ښه ترسېدو، ترڅنک يې د سرپل لوبډلې پر اړتیاوو او ستونزو خبرې وکړې.
د وزلوبې فدراسیون له لوري محمدسرور جلال په خپلو خبرو کې د وزلوبې د لیګ په اړه مالومات وړاندې کړل او زیاته يې کړه، چې دا لیګ د پخوا په پرتله په ډېر ښه ډول او پرته له کوم مشلک څخه ترسره شو.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سرپل لوبډلې ته د سږني لیګ د ګټنې د مبارکۍ او دوی د هڅونې ترڅنګ وویل چې تل یې د ورزشکارانو ملاتړ کړی او د تېر په څېر به د ورزشکارانو ملاتړ کوي.
د یادونې وړ ده چې د وزلوبې پینځم پړاو سږنی لیګ د کابل په یکه توت سیمه کې ترسره شو چې ټولټال پکې د ۱۳ ولایتونو لوبډلو ګډون کړی و او پای لوبه يې پرون جمعه ترسره شو، چې سرپل ولایت د تېر کال اتلې لوبډلې سمنګان ته ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۲۰:۱
Background image

کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس د نړيوال قهرمان علي بلال تود هرکلی او ستاینه وشوه

د هېواد ورزش ادارې او د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسيون، د بدن ښکلا نړيوالو ارنولد کلاسيک سياليو قهرمان او د ماسټر اولمپيا سياليو نايب قهرمان علي بلال افغانستان ته په راتګ د تود هرکلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین بالیش لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS