خوست کې د ځاځي قوم اتحاد په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۹:۳۲
خوست کې د ځاځي قوم اتحاد په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د نمایندګي له لوري د یاد ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په سپین ډاګ سیمه کې د ځاځي قوم اتحاد په نوم د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د سیالیو د پیل په مراسمو کې د ځاځي میدان ولسوالۍ ورزشي مسؤول، نظامي او ملکي چارواکو، د سیمې مشرانو او ګڼو نندارچیانو برخه اخیستې وه.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د سکندري ځوانانو او سټیوان سیال غونډۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې سیال غونډۍ لوبډلې د ۱۰ منډو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ټاکل شوې چې دغه سیالۍ به یوه نیمه میاشت دوام وکړي او لوبې به یې په حذفي ډول ترسره کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS