کابل؛ د وزلوبې پنځم پړاو سیالیو دویم راونډ لوبې پای ته ورسېده

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۰:۱۷
کابل؛ د وزلوبې پنځم پړاو سیالیو دویم راونډ لوبې پای ته ورسېده

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي او د وزلوبې، محلي لوبو او نیزه وهنې ملي فدراسیون له لوري په کابل کې د وزلوبې پنځم پړاو سیالۍ پیل شوي، چې نن یې د دویم راونډ وروستۍ لوبه د سرپل ولایت په بریا پای ته ورسېده.

دغه سیالۍ د بدخشان او سرپل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې سرپل لوبډلې بدخشان ته د ۵/۰ نمرو په توپیر ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار ومونده.

د دغې سیالۍ لیدلو ته د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئیس مولوي احمدالله وثیق، د بدني روزنې او سپورټ ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د کابل والي مولوي محمد امان عبید او ګڼ شمېر مینوال راغلي و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS