ننگرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې بېلابېلې ملي او دودېزې سيالۍ تر سره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۸:۸
ننگرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې بېلابېلې ملي او دودېزې سيالۍ تر سره شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند، د ملي او دوديزو لوبو مديريت لۀ لورې، د ياد ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د خوسي، تېږې غورځونې او غېږ نيونې سيالۍ تر سره شوې‌.

د يادو سياليو په پېل کې د‌ تېږې غورځونې لوبه د شاهين او بازانو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې د شاهين لوبډلې په گټه تمامه شوه، همدارنګه د يادو لوبو په لړ کې د اتحاد او اتل لوبډلو ترمنځ د خوسي سيالۍ د اتحاد لوبډلې وگټله، د د‌غو لوبو په دوام د بيرې الف او جبي لوبډلو ترمنځ د غېږنېونې سيالۍ د بيرې الف لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.

دغه سيالۍ چې يو ورځ يې دوام وکړ، موخه يې ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و.

دا په داسې حال کې ده،‌ چې له دې مخکې پۀ سره رؤد ولسوالۍ کې هم ورته لوبې تر سره شوې وې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS